ads

المان د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودالی

د ملي مصالحې شورا اعلان کړی چې المان هېواد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو کوربتوب ته چمتو دی.

محمدخان بریال
23 وږی 1399

له دې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې دا خبره کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړه لوري د مذاکراتو پر پیل، په مذاکراتو کې د بحث پر مواردو او چمتوالي غږېدلي دي.
د سرچینې په وینا، ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د المان هېواد له هڅو مننه کړې او سولې ته د رسېدو لپاره یې د افغان حکومت د چمتوالي ډاډ ورکړی.
بلخوا، د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل د بین الافغاني خبرو پیل تاریخي فرصت بللی او په وینا یې دغه هېواد چمتو دی چې د افغانانو تر منځ د خبرو کوربتوب وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA