د قطر په پایتخت دوحه کې نن ورځ د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم ترسره شول چې په مراسمو کې د یو شمېر هېوادونو استازو هم برخه لرله
دیادو هېوادونو استازو د بین الافغاني خبر پیل وستایه او له دواړو خواوو یې د سولې او زغم غوښتنه وکړه.
نور حال منصور یوسفزی راکوي.
د حکومت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د بينالافغاني مذاکراتو مقداماتي ناسته د شنبې ورځ د قطر هېواد پایتخت دوحه کې ترسره شوه.
د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ياده غونډه کې د خپلې وينا پرمهال وويل، د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه بايد ګټه پورته شي.
عبدالله د اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړ او زياته یې کړه، په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون تر لاسليک وروسته له ۱۲ زره زيات افغانان په بېلابېلو نښتو کې وژل شوي او شاوخوا ۱۵زره نور ټپيان شوي دي.
نوموړي ټينګار کړی، تېر وخت ته بياځلي تګ افغانانو ته د منلو وړ نهده.
د سولې لپاره لازم اقدامات اخیستل کېدای شي او مهمه نه ده چې په هره موضوع سل په سلو کې توافق وکړو» »
په ورته وخت کې په قطر کې د د طالبانو د سياسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر وايي، مذاکرات بايد په صبر او حوصلې پرمخ ولاړ شي.
«دا ټیم د هېواد له بېلو اړخونو لوري شامل دي او دا د افغان حکومت ټیم نه دی نو په دې بېلابېل لوري دي»
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ بيا له کليد سره په خبرو کې وويل، ياده ډله به له کابل څخه راغلي پلاوي سره د حکومتي پلاوي په توګه نه، بلکې د احزابو او اړخونو د استازو په ګډون خبرې اترې وکړي.
«دواړه لوري د اسلامي نظام خبرې کوي چې دا ټول هغه موضوعات دي چې راتلونکي بحث کې د خبرو موضوعاتو دي خو که له زغم څخه کار وانه خیستل شي نو ممکن ډېر وخت ونیسي»
بل لور ته د سياسي چارو شنوونکي فیض محمد ځلاند د عبدالله او ملابرادر څرګندونو ته په اشارې وويل، د دواړو خواوو نظرونه سره نږدې و.
د نوموړي په خبره، د دواړوو خوا ترمنځ د نظام پر سر اختلاف موضوع کې که چېرې له زغم څخه کار وانخیستل شي، نو مذاکرات به ډېر وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او قطر بهرنيو چارو وزیرانو په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو استازو له بينالافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ کړی او هيله یې څرګنده کړې چې دا مذاکرات به د تلپاتې سولې ټينګښت او د جګړې پای ته رسېدو لامل شي.
د راپورونو لهمخې ټاکل شوې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ به د بينالافغاني مذاکرات د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ