ads

په هرات ولایت کې نامعالومه وسله والو درې تنه په ډزو ووژل

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي ناپېژانده وسله والو ددغه ولایت په ۱۳مه ناحیه کې پر ملکي وګړو برید کړی چې له کبله یې ۹تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
22 وږی 1399
په هرات ولایت کې نامعالومه وسله والو درې تنه په ډزو ووژل
هرات ښار

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي ناپېژانده وسله والو ددغه ولایت په ۱۳مه ناحیه کې پر ملکي وګړو برید کړی چې له کبله یې ۹تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده پېښه مني خو وایي په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

په ورته مهال ددغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي کلید ته وویل چې د پېښې له ځایه ورته درې جسدونه او شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

غږ…..

تر اوسه وسله والو ډلو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA