ads

له اوږده ځنډ وروسته نن شنبې د بین الافغاني خبرو لپاره مقدماتي مراسم پیل شول

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې وویل چې د سولې لپاره افغان حکومت خپلې هڅې کړې دي او لاهم په دې برخه کې ژمن دی چې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسي.

شمس الرحمن شمس
22 وږی 1399
له اوږده ځنډ وروسته نن شنبې د بین الافغاني خبرو لپاره مقدماتي مراسم پیل شول

له اوږده ځنډ وروسته نن شنبې د بین الافغاني خبرو د پیل مقدماتي ناسته پیل شوه

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې وویل چې د سولې لپاره افغان حکومت خپلې هڅې کړې دي او لاهم په دې برخه کې ژمن دی چې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل افغانستان کې سوله نظامي حل لار نه لري او یوازینۍ حل لار خبرې کول دي چې باید د یوې پایدارې او باعزته سولې لپاره دواړه خواوې عملي ګامونه واخلي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه افغانان سولې ته هیله‌مند دي او تمه یې داده چې نوره جګړه پای ومومي.

په ورته مهال د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل: افغانان بايد لکه د وروڼو په څير سوله ييز ژوند وکړي.

د بين الافغاني مذاکراتو ټيمونه دې په پوره حوصله مندۍ سره خپل بحثونه د اسلام د مقدس دين د ارزښتونو او د هېواد د عليا مصاحلو په رڼا کې مخ ته يوسي.

همدارنګه د غونډې درېیمه وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم وینا وکړه نوموړي وویل «دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی یو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت کار او قرباني ته اړتیا شته تر څو د مذاکراتو پایله یوه پاېدونکې سوله وي»

د یادونې وړ ده چې نن مقدماتي غونډه ترسره شوه او داسې ویل کېږي چې د افغان دولت مذاکرات پلاوی او طالبانو مرکچي پلاوي تر منځ مخامخ خبرې به د دوشنبې ورځ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA