ads

عبدالله: موږ د سولې لپاره لازم اقدامات اخیستی شو

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم تاریخي وبلل او تمه یې وښوده چې دا خبرې به یوې پایلې ته ورسي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه. نوموړي زیاته کړه «د سولې لپاره لازم اقدامات اخیستل کېدای […]

شمس الرحمن شمس
22 وږی 1399
عبدالله: موږ د سولې لپاره لازم اقدامات اخیستی شو

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم تاریخي وبلل او تمه یې وښوده چې دا خبرې به یوې پایلې ته ورسي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه «د سولې لپاره لازم اقدامات اخیستل کېدای شي او مهمه  نه ده چې په هره موضوع سل  په سلو کې توافق وکړ »

که څه هم د دې مقدماتي خبرو اجنډا نه ده ټاکل شوې، خو افغان دولت ټینګار کوي چې اوربند یې د بحث لومړیتوب دی.

په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا پرانیستل شول، پر عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې.

دغونډې نورو ګډونوالو وینا والو د دواړو لورو د مرکچیانو تر منځ په ښه نیت د سولې خبرو د پرمخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده .

ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA