ads

د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل کې ترسره کېږي

ټاکل شوې نن شنبه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی له طالب مرکچي پلاوي سره لومړۍ مقدماتي ناسته ترسره کړي.

شمس الرحمن شمس
22 وږی 1399
د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل کې ترسره کېږي

ټاکل شوې نن شنبه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی له طالب مرکچي پلاوي سره لومړۍ مقدماتي ناسته ترسره کړي.

دا ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل شریتون کې ترسره کېږي.

دې ناستې ته د افغانستان د مصالحې عالی شورا مشر او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او مذاکراتي پلاوی ورغلی دی.

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وویل تمه مو دا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي د بحث مهم ټکی به اوربند وي.

د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د افغانانو ترمنځ لومړۍ ناستې ته د قطر هېواد په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون لري.

له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم نن دي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت به یې پرانیزي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA