د هند روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ساعتونو کې نږدې سل زره نور کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي چې په دې سره په ټول هند د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۴ میلیونو څخه وواښت.
د هند رسنۍ وایي تر دا مهال په هندې کې له دې وبا څخه له ۷۴زره څخه زیات خلک قرباني شوي دي چې اوس هم د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د کروناویروس لومړۍ پېښه د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي په ایالت کې ثبت شوه.
د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۸۸ هېوادونو کې شاوخوا ۲۸.۱۰ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته دي او څه باندې ۹۱۰زره نور انسانان مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ