ads

په خوست ولایت کې د واده پر مراسمو چاودنه شوې

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند د کونډیو په سیمه کې د واده پر مراسمو د موټر سایکل بم چاودنې له کبله ۱۲تنو ته مرک ژوبله واوښته

بختاجان بختیار
21 وږی 1399
په خوست ولایت کې د واده پر مراسمو چاودنه شوې
خوست

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه ددغه ولایت د مرکز اړوند د کونډیو په سیمه کې د واده پر مراسمو د موټر سایکل بم چاودنې له کبله ۱۲تنو ته مرک ژوبله واوښته

د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر وويل چاودنه د واده د هغو ګډونوالو په منځ کې شوې، چې د محلي سندرغاړو کنسرت ته راټول وو.

هغه وويل چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې ټول ملکي خلک دي.

د حيدر په وينا، دغه واده د‌ ملي اردو د يوه چارواکي و، چې هغوی ته په کې زيان نه دی رسیدلی.

بل پلو د خوست د ملکي روغتون رییس ډاکټر سيد انور وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د پېښې مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA