د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې تاریخي، خو په ورته وخت کې “ستونزمنې” یادې کړې.
مایک پومپیو دوحې ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې سبا په دې خبرو کې ګډون کوي.
ښاغلی پومپیو زیاتوي: “تمه لرو چې د شنبې په سهار، په دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره افغانان د خبرو د مېز تر شا ووینو، د دوی خبرې به چې څنګه د هېواد چارې مخته بوځي، ممکن سختې وي.”
د افغانستان د پخلاینې عالي شورا ویلي، افغان پلاوی نن دوحې ته رسېږي.
طالبانو هم له خپله اړخه د خبرو پيل ته چمتووالی اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان مذاکراتي پلاوی نن قطر هېواد ته په سفر روان ش او ټاکل شوې سبا د شنبې ورځ د بین الافغاني خبرو د پیل مراسمو ته د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم وینا وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

