ads

عبدالله: د شنبې ورځ د افغانانو لپاره تاریخي ورځ ده

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي بین الافغاني خبرو پیل د افغانانو لپاره یو تاریخي فرصت دی او تمه شته چې دا خبرې یوې پایلې ته ورسي.

شمس الرحمن شمس
21 وږی 1399
عبدالله: د شنبې ورځ د افغانانو لپاره تاریخي ورځ ده

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت یاد کړ او تمه یې وښوده چې دا خبرې به یوې پایلې ته ورسي.

نوموړي نن له غرمې وروسته قطر ته د خپل سفر پرمهال د حامد کرزي هوايي ډګر کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل د افغانان لپاره سبا یوه تاریخي ورځ ده او خلک تمه لري چې دا خبرې به یوې ښې پایلې ته ورسي.

دی وايي چې د سولې خبرو پایلو ته خوشبین دی، خو زیاتوي چې ننګونې هم له ځان لري

دی ټینګار کوي چې د جګړې یوازینی حل د سولې خبرې دي

د یادونې وړ ده چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په هدف د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې شنبې ورځ د دغو خبرو کې برخه واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA