ads

د ملي امنیت شورا: د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف غونډه وشوه

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې پرون یې د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په مشرۍ د کابل ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د راتلونکو اقداماتو په هدف غونډه ترسره کړه.

شمس الرحمن شمس
21 وږی 1399
د ملي امنیت شورا: د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف غونډه وشوه

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې پرون یې د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په مشرۍ د کابل ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د راتلونکو اقداماتو په هدف غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې، چې د کابل ولایت ملکي او نظامي چارواکو او د هیواد لوړپوړو امنیتي مسوولینو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو او د کابل ولایت امنیتي چارواکو د امنیت د ښه تامین او دولتي خدماتو د بهترې ارایې په موخه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د کابل د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره پلانونه ارزیابي او پر راتلونکو اقداماتو بحث وشو.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند په تایمني سیمه کې د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۶کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA