د خوست امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه د خوست په قلندر او همداشان صبریو ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو په پایله کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر کليد ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په قلندر ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو برید ترسره کړ، چې په ځوابي برید او د هوايي ځواک په مرسته ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د حیدر په وینا چې په ورته مهال د خوست په صبریو ولسوالۍ کې هم ۱۲ تنه وسله وال طالبان د هوايي برید په نتیجه کې وژل شوي، چې د لسو کسانو جسدونه د جګړې په میدان پاتې او ورڅخه وسلې او نور جنګي مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.
په ورته مهال د یو بل خبر له مخې تېره شپه د خوست مرکز اړوند په کونډیو سیمه کې د واده پر مراسمو موټرسایکل بم چاودنې څلور کسان وژلي او اته نور يې ټپيان کړې دي.
تراوسه د یادو پېښو په تړاو کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

