ads

امریکا: بین الافغاني خبرو کې دې دواړه خواووې زغم او انعطاف وښیي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د بین الافغاني خبرو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه واخیستل او دا فرصت باید ضایع نه شي.

شمس الرحمن شمس
21 وږی 1399
امریکا: بین الافغاني خبرو کې دې دواړه خواووې زغم او انعطاف وښیي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د بین الافغاني خبرو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه واخیستل او دا فرصت باید ضایع نه شي.

یاد وزارت له دواړو خواوو غوښتي چې د بین الافغانی خبرو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې زغم او انعطاف وښیي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې تمه ښودل شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې به افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه ختمه کړي.

افغان حکومت او طالبانو پرون تأیید کړه چې بین‌الافغاني خبرې سبا شنبه د سنبلې په ۲۲مه نېټه په قطر کې پیلېږي.

په دې خبرو کې به د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

سرچېنه زیاتوي چې امریکا او نړیواله ټولنه به دا بهیر له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به مرسته هم وکړي.

په همدې حال کې د امریکا جمهور رییس ‌‌‌‌‌‌ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به ژر دوحې ته لاړشي او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پرانیستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA