ads

طالبانو ته د ارزګان د ۱۰۰۰ تنو مېرمنو پیغام

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې ۱۰۰۰ تنو مېرمنو د لاسلیکونو په راټولو سره له طالبانو غوښتي چې تلپاتې اوربند وکړي.

احسان الله ولسمل
20 وږی 1399
طالبانو ته د ارزګان د ۱۰۰۰ تنو مېرمنو پیغام

دغو مېرمنو چې پر يوې سپيني پارچي يې د ۱۰۰۰تنه نورو مېرمنو لاسليکونه او پیغام راټول کړي، له وسله والو طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې نور دې جګړه بس کړي او له افغان حکومت سره دې روغه جوړه وکړي.
مېرمني وايي، په افغان سوله کې دې ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
«موږ د زر تنه مېرمنو لاسليکونه پر يوې سپينې ټوټي راخيستي دي. ټولو د جګړي له ښکېلو غاړو څخه غوښتي چې روانه جګړه بس کړي او سوله وکړي.
په دغه ولايت کې د ښځو د شبکي غړی وايي، روانو جګړو مېرمنو ته هم زيات زيان رسولي، چې په سوله کې هم د ښځو ګډون ارزښت لري.
«موږ د جګړې له ښکېلو غاړو ځانګړي غوښتنه کوو چې نور جګړه بس کړی،په جګړه کې هره ورځ زموږ اولادونه، وروڼه او د کورنۍ نوری غړی وژل کېږي.»
د غونډي په وروستۍ برخه کې د يادومېرمنو له لوري يو پريکړه‌ليک هم ولوستل شو او ټينګار پکې د ښځو د حقه حقوقو پر خونديتوب و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA