په دغه غونډه کې چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د رسنیزو او مدني بنسټونو له ۵ سوه ډېرو استازو ګډون کړی و، په هېواد کې د سولې په تړاو یې خپلې غوښتنې او نظرونه د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وړاندې کړل.
هغوی د سولې خبرو له دواړو لورو وغوښتل چې په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره دغه غوښتنې او نظرونه د سولې د پروسې په ټولو پړاوونو کې په پام کې ونیسي.
د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې مشر او د دې غونډې یو تن جوړونکي مجیب خلوتګر وویل، د ناستې د جوړولو هدف د سولې په تړاو د خلکو د غږ اوچتول دي، ځکه د خلکو غوښتنو ته له پاملرنې پرته په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی.
له بلې خوا بیا د افغان ښځو د شبکې د عدالت غوښتنې مسووله روشن مشعل وایي، د وروستیو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه، د بشري حقونو د ارزښتونو مراعاتول، د اساسي قانون ساتنه، معلوماتو ته د لاس رسي حق، د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه او د هغوی د حقونو ضمانت د دغه غونډې د ګډونوالو بنسټیزې غوښتنې وې.
د دغه غوښتنو سربېره د پوهنتون استاده شهلا فرید وایي، چې د مدني او رسنیزو بنسټونو یوه لویه غوښتنه په هېواد کې د اوږدمهاله اوربند اعلانول دي.
هغې زیاته کړه چې مدني بنسټونه هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ټولې مشروع غوښتنې له دغه آدرس څخه د خبرو مېز ته ورسوي.
د یادولو وړ ده چې د رسنیو او مدني ټولنو استازو په نظام کې د ننه سیاسیونو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو باید د رسنیو له لارې داسې څرګندونې ونه کړي چې د سولې د پروسې د کمزورۍ او ټکني کېدو لامل کیږي.