د یاد ولایت د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي کلید ته وویل، د دغو طبي توکو ارزښت ۲۰۰ زره امریکایي ډالر دی چې اړین طبي توکي پکې شامل دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دغه توکي به هلته د کویډ ۱۹ پر مرکزونو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت ډاکتر اوس هم هلته د طبي توکو له نشت څخه شکایت کوي او د یاد ولایت روغتیایي مسولین په بې پروایۍ تورنوي.


