د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، ياد وزارت يو غیر پوځي او سياسي بنسټ دی او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جنګي قواعد دې په پام کې ونیسي.
نزهت ټينګار کوي، د حکومت وسلهوال مخالفين نهبايد له ښوونځيو څخه د جنګي او پوځي مورچلو په توګه کار واخلي.
نوموړې کليد ته وويل:
«له بده مرغه هم تېرکال او هم سږکال د جګړو، ناامنيو او جنايي پېښو له امله د هېواد په ډېر شمېر ولايتوتو کې ډېر شمېر ښوونځي زيانمن شول يوازې سږکال شاوخوا ۶۶ ښوونځي زيانمن شوي چې له امله یې ډېر شمېر زدهکوونکي له زدهکړو بېبرخې پاتې دي، معارف يو غير نظامي او غیر سياسي بنسټ دی او په جګړه کې ښکېلې خواوې بايد دې مسلې ته پام وکړي، له ښوونځيو او علمي مرکزونو څخه دې د مورچلو په توګه کار نهاخلي.»
په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون بيا د جګړو او ناامنيو له کبله د ښوونځيو تړل کېدل د ياد کمېسيون او ټولو افغانانو لپاره د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، زدهکړې د ټولو حق دی او د جګړې ټولې خواوې بايد دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ياد کمېسيون د کابل ساحوي دفتر رییس رحمن علي جاوېد وايي، په جګړه کې ښکېل اړخونه بايد ټول جنګي قواعد په پام کې ونیسي.
جاوېد کليد ته وويل:
«نن له بريدونو او حملاتو څخه د معارف خوندي ساتلو نړيواله ورځ ده، په هغو هېوادونو بيا په ځانکړي ډول افغانستان کې چې جګړه روانه ده، تل هڅه شوې چې له ښوونځي د مورچلو او جنګي سنګرونو په توګه کار واخیستل شي، له ښوونیزو مرکزونو څخه د جنګي مورچلو په توګه کار اخیستنه د ټولو جنګي اصولو او قواعدو خلاف عمل دی او ښکېلې خواوې نهبايد له دغو ځايونو څخه پوځي استفاده وکړي.»
بل لور ته هېوادوال هم پر ښوونځيو او علمي ځايونو ترهګریز بريدونو او له دغو ځايونو څخه د جنګي سنګرونو په توګه کار اخیستنې ته اندېښمن دي.
دوی زياتوي، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ډېر شمېر ښوونځي وسوځول شول، ډېر شمېر نور یې د ناامنيو له امله وتړل شول او دې مسلې ډېر خواشينې کړې دي.
هېوادوال هم له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړو او نښتو پرمهال دې د ښوونځيو خوندي پاتې کېدو ته پام وکړي.
ميرافغان مخلص کليد ته وويل:
«د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ډېر شمېر ښوونځي وسوځول شول او ډېر شمېر نور یې د جګړو له امله د زدهکوونکو پرمخ وتړل شول، دا په رښتيا هم د اندېښنې وړ خبره ده، نبايد ښوونيز مرکزونو د جګړو او نښتو قرباني شي.»
د راپورونو لهمخې، دا لومړی ځل دی چې له بريدونو د معارف خوندي ساتلو نړيواله ورځ نمانځل کېږي.
دا ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا له لوري په ناامنو هېوادونو کې د ښوونیز مرکزونو امنيتي وضعيت ته د نړيوالې ټولنې د پاملرنې جلبولو په موخه نماځل کېږي.
افغانستان او فلسطين د هغو هېوادونو په نوملړ کې دي چې پکې پر زدهکوونکو او زدهکړيالانو د بريدونه کچه زياته ښوودل شوې ده.


