د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، نن سهار مهال د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې تر ۱۰ تنو ډېر ملکي وګړي ووژل شول او د امرالله صالح د ساتونکو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شول.
د ده په خبره، دا وروستي جزیات نه دي، کېدایشي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح هم وایي، نن سهار مهال یې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې د تایمني په سیمه کې پر موټریز کاروان درنه چاودنه وشوه.
نوموړي په یو ویډیویي پیغام کې وویل، په دې چاودنه کې هغه او زوی ته یې زیان نه دی رسېدلی، خو یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي او اوسمهال روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس درلودل رد کړل.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کابل نننی ترسره شوی برید پر دوی پوړې اړه نه لري.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی


