د دغه دفتر مطبوعاتي غړي ضیا اورسجي کلید ته وویل، چاودنه د امرالله صالح پر موټریز کاروان شوې، هغه ته پکې زیان نه دی رسېدلی، خو په وینا یې د نوموړي څو ساتونکي ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم پېښه تایید کړې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په رامنځته شوې چاودنه کې دوه تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه د پېښې د نوعیت په تړاو جزیات ورنه کړل.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.


