د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان محمد کریم نیازی وایي، وسله والو طالبانو پلان درلوده چې د تېرې یوې اونۍ په موده کې پر امنیتي ځواکونو او پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي.
د ده په وینا، د افغان سرتیرو په ځوابیه بریدونو کې ۱۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تر ۶۰ ډېر یې وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۷۰ کړۍ ماینونه هم شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


