د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په بریدونو کې د وسله والو طالبانو اووه عرادې موټرسايکلونه، یو عراده موټر، څلور قابه د شپې دوربينونه، یو ميل ايم فور وسله، دوې قبضې راکېټ، دوه ميله کلاشينکوفونه او یو قبضه ميګاروف تفنګچه له منځه یوړل.
د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې د يوې قرارګاه په ګډون ۲۷۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.


