ads

په فراه ولایت کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۸وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
18 وږی 1399
په فراه ولایت کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۸وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب کلید ته وویل چې تېره ورځ د فراه له مرکز څخه د افغان ځاکونو ګډ عملیات پیل شوي او تر اوسه دوام لري.

د نوموړي په خبره د عملیاتو په جریان کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱نور یې ټپیان شوي دي

د محب زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه درې تنه افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA