د پاکستان حکومت یو ځل بیا د له افغانستان سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی
د دغه هېواد جمهور رییس عارف علوي په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ته څخه غوښتي چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر لا پراختیا تمرکز ولري.
علوي نوموړي ته ویلي چې پاکستان په سیمه کې د یوه سوله ییز او امن افغانستان غوښتونکی دی او ددې تمه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخه او سوله ییزې شي.
د پاکستان جمهور رییس د افغانستان او پاکستان تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان کې د سولې راتګ د ټولې سیمې لپاره مهم دی.
نوموړي په ورته مهال تمه وښوده چې پاکستان به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل په هدف خپلو هڅو ته دوام ورکړي تر څو افغانستان له دایمي سولې څخه برخمن شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

