ads

طالبان: د بندیانو بهیر له بشپړېدو وروسته به خبرې پیل کړو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د بندیانو خوشي کولو بهیر بشپړ شوی نه دی.

شمس الرحمن شمس
18 وږی 1399
طالبان: د بندیانو بهیر له بشپړېدو وروسته به خبرې پیل کړو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د بندیانو خوشي کولو بهیر بشپړ شوی نه دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ‏تر اوسه پورې د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده نهائي شوې، د څه بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی، چې کار پرې روان دی. ‏کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زمونږ مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی.

که څه هم طالبان دا نه دي ویلي، چې کوم بندیان یې پاتې دي، خو مخکې د فرانسې په ګډون څو هېوادونو د شپږو بندیانو په خوشي کېدو نیوکه کوله او وروسته پرېکړه وشوه چې دا بندیان به قطر ته لېږل کېږي.

داسې معلومیږي چې طالبان قطر ته د همدغو بندیانو د رسېدو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دواړو خواوو کې معتبره سرچینو رسنیو ته ویلي و چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر پای ته رسېدلی ، خو یوازې ۷ طالب بندیان پاتې دي چې وروسته به دوحې ته ولېږل شي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA