ads

د مصالحې عالي شورا وایي ډېر ژر به مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي

ددې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید اونۍ په مناسبت خبریالانو ته وویل چې د احمد شاه مسعود لویه هیله سوله وه او تمه شته چې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

شمس الرحمن شمس
18 وږی 1399
د مصالحې عالي شورا وایي ډېر ژر به مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي

ددې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید اونۍ په مناسبت خبریالانو ته وویل چې د احمد شاه مسعود لویه هیله سوله وه او تمه شته چې اوس د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.« دغه نقطه خورا مهمه ده چې د شهید مسعود لویه هیله د سولې راتګ و او اوس چې د سولې خبرو فرصت په لاس لرو باید ګټه ترې واخلو»

نوموړي همدارنګه وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی نیول شوی او ډېر ژر به پلاوی دوحې ته ولاړ شي.« نن خو د شهید ورځ ده دلته مصروف یو، خو باوري یم چې دا کار ژر تر ژره کېدونکی دی»

په ورته وخت کې طالبانو هم د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړی، خو تر اوسه یې د خبرو پیلېدو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

   د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کله چې د بندیانو بهیر بشپړ شي، دوی به خبرې پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA