ads

په کندهار کې ۲۵ مېرمنو ته د ماسک جوړولو طریقه وښودل شوه

د EPD موسیسه د کورونا د مخنیوی او عامه پوهاوي پروګرام له لارې ۲۵ بې سرپرسته مېرمنو ته یو ورځنی د ماسک جوړولو ورکشاپ جوړ کړ.

تاج محمد ساحل
17 وږی 1399
په کندهار کې ۲۵ مېرمنو ته د ماسک جوړولو طریقه وښودل شوه

د EPD موسیسې مسول احمدالله وايي، ۲۵ هغو مېرمنو ته چي د کور سرپرستي ور پر غاړي وه او د خیاطۍ کسب کوي، ورته د ماسک جوړولو ورکشاپ جوړ شو.
د نوموړي په خبره، دغو ښځو ته یوه پایه د کالیو جوړولو ماشین یا څرخ او د ماسک جوړولو لپاره ۴۸ متره ټوکر ورکړل سو، تر څو په کورونو کې هره ښځه ماسکونه جوړ کړي.
هغه مېرمنې چي په دغه ورکشاپ کې يې برخه اخیستې وايي، د کور ټولې چارې دوي ته ور پر غاړه دي او د خیاطۍ له لارې خپلو اولادونو ته ډوډي پيدا کوي.
د ښځو چارو فعاله او د ولایتي شورا پخوانۍ غړې مریم درانۍ هم څرګندوي چې دغه ډول پروګرامونه به د ښځو پر اقتصادي وضیعت مثبت اغېز وکړي.
په کندهار کي د ښځو اقتصادي وضیعت ډېر زیات کمزوی دی او هلته په سلګونو داسې لنډ مهاله پروګرامونه عملي شوي؛ خو کومه مثبته پایله يې نه ده ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA