ads

چین د افغان سوداګرو د ستونزو د حل خبر ورکړ

په افغانستان کې د چین سفیر وایي، دوی هڅه کوي چې په ټول وس د افغان سوداګرو اوسنۍ ستونزې هوارې کړي.

محمدخان بریال
17 وږی 1399
چین د افغان سوداګرو د ستونزو د حل خبر ورکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د دغه وزارت د اقتصادي همکاریو د معین میرویس ناب، په افغانستان کې د چین د سفیر وانګ یو او یو شمېر افغان سوداګرو تر منځ په همدغه هدف ناسته ترسره شوه.
د سرچینې په خبره، افغان سوداګرو له چین هېواد د وېزو په اخیستلو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو، د سوداګرو د پیسو د لېږد اسانتیا، د دواړو هېوادونو د الوتنو د ستونزو حل، د صادراتو او وارداتو او ګډو پانګونو غوښتنه وکړه.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د چین سفیر په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په لومړي پړاو کې به د وېزو د صدور او د پیسو د لېږد ستونزه بشپړه حل او تر هغه وروسته به د نورو خنډونو پر له منځه وړلو کار وشي.
افغان او چیني لوري په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA