د یاد ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي کلید ته وویل، په پېښه کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ د کوم لوري له خوا ویشتل شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، مرمۍ د افغان سرتیرو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو ویشتل شوې او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.


