د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، په وژل شوو وسله والو کې پنځه تنه یې لېزري وسلو درلودونکي دي.
دولتزي زیاته کړه، افغان ځواکونه هغه وخت هوایي برید کولو ته اړ شول چې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډلیز برید وکړ.
الیشنګ د لغمان هغه ولسوالي ده چې په دې وروستیو کې هلته د وسله والو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


