ads

په خوست کې ډېرکله سېلابونه د لرګیو ټولوونکو ماشومانو ژوند اخلي

په دغه ولایت کې ګڼ شمېر ماشومان چې لویو خوړونو ته د لرګیو او خځلو رانیولو په موخه لېږل کېږي، په ترڅ کې یې ځينې وخت خپل ژوند د مرګ په خوله کې ورکوي.

بختاجان بختیار
17 وږی 1399
په خوست کې ډېرکله سېلابونه د لرګیو ټولوونکو ماشومانو ژوند اخلي

دغه ماشومان له لویو لرګیو راوړونکو سېلابونو سره پدې موخه مرګوني لوبې کوي، چې ګني د ژمې یخې شپې به پرې ګرمې تېرې کړي.
د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی عبدالمالک وایي، خلک د ناچارۍ له کبله ماشومان خوړونو ته په لرګیو او خځلو نېولو پسې لېږي، چې ان ځينې وخت یې سېلابونه له ځانه سره یوسي:
«ددې سیمې خلک غریبان دي، د لرګیو اخیستو توان نه لري، کله چې خوړونه راوځي ماشومان پکې لرګي نیسي.»
د ماشومانو له مرګ سره دا خطرناکې لوبې د شمل خوړ په مسیر رامنځ ته ګېږي، ماشومان په لرګیو نیولو کې د سیالۍ لپاره د توپاني سېلاب منځ ته ځانونه رسوي، خو خبر نه وي چې ځينې وخت ورته دمرګ په بیه تمامېږي.
ولي بادشاه چې هره ورځ د شمل پر خوړ تګ راتګ کوي، وايي ډېره کله د عمجنې پیښې شاهد وي:
«زه ډېرکله د داسې پېښې عیني شاهد یم چې ماشومان اوبو وړي ځينې یې مړه پیداشي او ځينې خو بیخي پیدا هم نه شي. وجه داده چې دا خلک غریبان دي د لرګیو اخیستو توان نلري.»
دا ډول پيښې ډېری وخت د پشکال پدې موسمونو کې رامنځ کېږي. له باران وروسته که څه هم په ځينو سمیو کې د ځايي جوماتونو د لاوډ سپیکرونو او ان ځينې وخت د راډیو ګانو له لارې هم خلکو ته د خوړ راوتو خبر ورکول کېږي، خو سره له دې بیا هم وخت ناوخت دا ډول عمجنې پېښې دماشومانو ترڅنګ د لویانو ژوند هم اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA