د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، افغان حکومت په دې برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي او د سولې لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي او له لاسته راغلي فرصته ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې طالبانو هم د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړی، خو تر اوسه یې د خبرو پیلېدو ته چمتوالی نه دی ښودلی.


