دې ټولنې په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې له اوسني رامنځته شوي تاریخي فرصته ګټه پورته کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، جګړه د حل لاره نه ده او په وینا یې، اوس هغه وخت راغلی چې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي او روان تاوتریخوالی پایته ورسېږي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې ټولنې د دریځ هرکلی کړی.
دغه وزارت وايي، د اروپايي ټولنې او کاناډا ماموریت اعلامیه د اوسني رامنځته شوي فرصت پر ارزښت ټینګار کوي، چې باید غوره ګټه ترې واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې شاوخوا یوه میاشتې مخکې هم اورپایي ټولنې په افغانستان د جګړې له ښکېلو لورو ورته غوښتنه کړې وه او د ولسواکۍ د ارزښتونو په ساتلو یې ټینګار کړی و.


