د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، د پولیسو او غلو تر منځ په وسله واله نښته کې یو تن غل وژل شوی او دوه نور له سیمې په تېښته بریالي شوي چې پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
هغه زیاتوي، وسله والو غلو د کورلا موټر څښتن هم وژلی دی.
افغان سرتیري هېوادولو ته ډاډ ورکوي چې د هر ډول جنایي جرمونو مخه به ونیسي، خو لاهم جنایي پېښې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
د کابل امنیتي چارواکي وایي، د ټرافیکو له څلور لارې سره د یوې وسله والې نښتې پر مهال یو غل او د موټر څښتن وژل شوي دي.


