ads

ملګري ملتونه: یمن او درې نور هېوادونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي

ملګري ملتونه خبر ورکوي چې یمن او درې نور هېوادونه د سختې وچکالۍ او خوړو له نشت سره مخامخ دي.

محمدخان بریال
16 وږی 1399
ملګري ملتونه: یمن او درې نور هېوادونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي

اسوشیټډپرېس خبري اژانس وایي، دا اندېښنې په هغه یادښت کې لیکل شوې چې د یاد سازمان مشر انتونیوګوتریش د دغه سازمان غړو ته د جمعې په ورځ استولی دی.
نوموړي ویلي، کنګو جمهوریت، یمن، د نیجریا شمال ختیځه برخه او سوډان هغه هېوادونه دي چې اوسمهال له سختې وچکالۍ سره مخ او اوسېدونکي یې د لوږې پر بستر ژوند کوي.
د ده په خبره، ذکر شوي هېوادونه دامهال د خوړو د نشت له نړیوال بحران سره لاس او ګېروان دي.
ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې له یادو هېوادونو سره ژر تر ژره مالي مرستې وکړي او د هغوی د ژوند په ژغورلو کې خپل مسولیت ادا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA