ads

طالبانو د مولوي حکیم په مشرۍ مذاکراتي پلاوی اعلان کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ د بین الافغاني خبرو لپاره د دوی ۲۱ کسیز پلاوی اعلان شو.

شمس الرحمن شمس
16 وږی 1399
طالبانو د مولوي حکیم په مشرۍ مذاکراتي پلاوی اعلان کړ

نوموړي زیاته کړې، په دغه ۲۱ کسیز پلاوي کې مولوي عبدالحکیم د اعلان شوي پلاوي رییس او شېر محمد عباس ستانکزی یې مرستیال ټاکل شوي دي.
تر دې مخکې د یاد پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه درلوده.
ذبیح الله مجاهد څرګندوي چې ډاکتر محمد نعیم وردک د دوی د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه غوره شوی دی.
تر دې وړاندې سهیل شاهین یاده دنده مخته وړله.
که څه هم تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د حکومت باوري سرچینو ویلي چې نن به د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دوحې ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.
په پام کې ده چې د دغو خبرو د پیل غونډه کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA