ads

زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په هدف دوحې ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د افغان سولې لپاره د دغه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پایتخت دوحې ته رسېدلی.

شمس الرحمن شمس
16 وږی 1399
زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په هدف دوحې ته تللی

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د خلیلزاد د سفر هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ژر پیلېدل بلل شوي دي.
د سرچېنې په خبره، امریکا هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې ژر پیل شی.
متحده ایالاتونه وایي، افغانان له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او اړتیا ده چې دغه ناورین نور پایته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې پر افغان سیاستوالو غږ شوی چې د سولې لپاره اوسنی رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بشپړېدو وروسته ټاکل شوې وه چې د حکومت مذاکراتي پلاوی د تېرې پنجشنې په ورځ قطر ته سفر وکړي، خو د ځینو نا څرګندو دلایلو له مخې ویل کیږي چې دغه سفر ځنډېدلی دی.
لاهم معلومه نه ده چې د طالبانو او حکومت تر منځ به مخامخ خبرې کله پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA