د تېرې يکشنبې په ورځ د ارزګان کندهار ترمنځ د لویې لارې موټرچلونکو په مرکز ترينکوټ کې د يوه لارېون پرمهال د ارزګان د ولايت مقام دروازه له دې امله وتړل چې ولي دغه لاره د امنيتي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو پر مخ تړل شوې ده.
وروسته د ارزګان چاوراکو له لارېون کوونکو سره دې پايلي ته ورسېدل چې امنیتي ځواکونه به د ارزګان ـ کندهار ترمنځ پر فرعي لارو موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي او ورسره ترڅنګ به موټرچلونکي د ارزګان د ولايت مقام دروازه خلاصه وي.
خو تازه تېره ورځ يو ځل بیا د کندهار په مربوطانو کې د افغان ځواکونو له لوري د ارزګان- کندهار ترمنځ لويه لاره د ملکي خلکو پرمخ وتړل شوه.
د موټرچلونکو نماينده وايي، يو ځل بیا پر فرعي لارو افغان ځواکونه ورته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دوی يو ځل بیا د لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.
«يوه لاره طالبانو تړلې، بله لاره حکومت ورباندي تړلې ده. ولس اخير څه وکړي؟
خلک له لوږي مړه کېږي، څو به د جګړې ښکېل اړخونه پر ملکي خلکو دغه ډول ظلم کوي.»
د ارزګان ولايت مقام وياند زړګی عبادي وايي، د يادې لارې د بندېدو په اړه يې د کندهار له چاوراکو سره خبرې کړې او په خبره يې، وروستۍ پايلي يې راتلونکو دوه ورځو کې معلوميږي.
«رښتیا هم دغه لاره له تېرې ورځي راهيسې تړل شوې وه. د ارزګان ولايت مقام دغه ستونزه د کندهار له چارواکو سره شريکه کړه او نن سبا به یې پایله معلومه شي.»
د خلکو دغه ستونزې مو د کندهار له امنيتي مسولينو سره شريکې کړې.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارګزی ته د يادې ستونزې تر اوريدلو وروسته ژمنه وکړه چې يو ساعت وروسته به د يادې موضوع په اړه مرکه وکړي.
خو تر يو ساعت وروسته د ارزګان- کندهار موټرچلونکو مسول کليد ته د ټلیفون پر ليک د منني ترڅنګ وويل، پر ياده لاره موټرچلونکو ته افغان ځواکونو د تګ راتګ اجازه ورکړه.
د موټر چلونکو او مسافرينو ياده ستونزه مو د وسله والو طالبانو له وياند قاري يوسف احمدي سره هم شريکه کړه.
هغه هم د دې لارې تړل کېدل ومنل، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


