د دغه بنست غړي وایي، ياده ټولپوښتنه د تېرې زمري مياشتې پر ۲۰مه نېټه پيل او د روان وږي یا سنبلې مياشتې پر پنځه پای ته ورسېده چې پکې له ۶۰ ښځينه خبريالانو سره د هېواد په ټولو ولايتونو کې خبرې شوې دي.
دوی ټينګار کوي، د يادې ټولپوښتنې پايله به له مرکچي پلاوي سره شريکې کړي او تمه لري چې د ښځينه خبريالانو اندېښنو ته به پاملرنه وشي.
د يادې ټولنې د رهبرۍ غړې بهشتې محمدي د يکشنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، د دوی د ټولپوښتنې پايلې ښيي چې ۵۰سلنه ښځينه خبريالانې د سولې په پروسه کې د مېرمنو له کمرنګه ګډون څخه ناراضه دي، ۵۳ سلنه یې د سولې پر پروسې بې باروه دي او ۴۳ سلنه نورې بيا پر دغه بهیر ډېر کم باور لري.
نوموړې زياته کړه، د دې ټولپوښتنې په پايله کې ښځينه خبريالانو وړاندیز کړی څو د سولې په خبرو کې د ښځو د زدهکړو، د بيان، مطبوعاتو او د ښځو د کار ازادي دې په پام کې ونيول شي.
محمدي وويل:
«موږ د هېواد په ټولو ولايتونو يوه ټولپوښتنه کړې، دې ټولپوښتنې ورځې وخت ونيوو او له ۶۰ ښځينه خبريالانو سره خبرې شوې دي چې ډېره برخه کې کابل جوړوي، په دې ټولپوښتنه کې ډېری ښځينه خبريالانې د مرکچي پلاوي په نوملړ کې د مېرمنو کمرنګه حضور ته اندېښمنې دي او یو شمېر یې بيا پر دې پروسې بېباوره دي.»
په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وياند ذبيحالله فرهنګ وايي، د سولې په مذاکراتو کې بايد د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راړونې، په ځانګړي ډول د ښځو ازادي او حقوق، د بيان او مطبوعاتو ازادي، د ماشومانو او لږکيو حقوق په پام کې ونيول شي.
دی زياتوي، د مذاکراتو دواړه خواوې بايد د دغو ارزښتونو د خوندي پاتې کېدو لپاره هڅې وکړي.
فرهنګ وويل:
«د سولې په خبرو کې بايد د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو، د ښځو ازادي او حقوقو، د ماشومانو او لږکيو حقوقو او د بيان او مطبوعاتو ازادي ته دې پاملرنه وشي او موږ د سولې په خبرو کې له ښکېلو خواوو غواړوو چې دغو ارزښتونو ته دې درناوی وکړي.»
بل لور د مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون بيا وايي، د سولې په خبرو کې به ښځې اساسي وڼده ولري او په مرکچي پلاوي کې هم ګډون لري.
دی زياتوي، د مصالحې عالي شورا د عمومي مجمع نوملړ له خپرېدو وروسته به د ښځينه خبريالانو شته اندېښنې حل شي.
خوځون وويل:
«حکومت د سولې په پروسه کې د ښځو پراخ ګډون ته زمينه برابره کړې، د سولې په رهبرۍ او مرکچي پلاوي کې ښځې ګډون لري او په دې پروسه کې به ښځې اساسي ونډه ولري، د مصالحې عالي شورا د مجمع نوملړ له خپرېدو وروسته به د ښځو بيا په ځانګړي ډول د ښځينه خبريالانو ټولې شته اندېښنې حل شي.»
د سولې مذاکراتو په تړاو د ښځو اندېښنې نوې مسله نهده، د دې پروسې له پيل څخه مېرمنې اندېښنه لري چې د سولې خبرو په پايله کې د دوی ۱۸ کلنې لاسته رواړنې، ازادي او حقوق قرباني نهشي. که څه هم حکومت په وار وار ويلي چې د سولې په پروسه کې یې ښځو ته اساسي ونډه ورکړې او د دوی له حقوقو څخه به دفاع وشي، خو ليدل کېږي چې لاهم په دې برخه کې د ښځو شته اندېښنې نهدي حل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


