ads

اسدالله خالد: طالبان د جګړې په شدت سره په مذاکراتو کې د امتیاز هیله لري

د ملي دفاع سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد وایي، وسله وال طالبان د جګړې په سختوالي سره غواړي چې د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ لغمان ولایت ته پخپل سفر کې دا څرګندونې وکړې.

محمدخان بریال
16 وږی 1399
اسدالله خالد: طالبان د جګړې په شدت سره په مذاکراتو کې د امتیاز هیله لري

هغه وویل، له یوې خوا د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې، خو بلخوا طالبانو بیا پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.
ده ټینګار وکړ چې د افغانستان هېڅ برخه به د هغوی لاسته ونه لوېږي.
خالد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو بهیر پیل شي.
دواړو لورو دغو خبرو ته خپل مرکچي پلاوي اعلان کړي او د چمتوالي خبر یې ورکړی دی.
تر اوسه د دغو خبرو د پیلېدو دقیق نېټه نه ده ښودل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA