په کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې دوه پاڅونوال وژل شوي دي
د کاپیسا سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبان تېره شپه ۱۱بجې د تګاب ولسوالۍ پاینده خېلو سیمه کې د پاڅونوالو پر یوې پوستې بردی کړی چې له کبله یې ۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند قیس قادري کلید ته وویل چې په یاد برید کې دوه تنه ولسي پاڅونوال، دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو پاڅونوال زخمي شوی دی.
قادري زیاتوي له څو ساعته جګړې وروسته د وسله والو طالبان په شا تمبول شوي دي
کاپیسا د کابل شمال ته پروت هغه ولایت دی چې په ولسوالیو کې یې وسله وال طالبان فعال دي او وخت نا وخت پر پولیسو بریدونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

