د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په يوې ټلویزيوني مرکه کې ويلي چې د بينالافغاني مذاکراتو په پيل کې به پر اوربند اساسي بحث وشي.
نوموړي زياته کړې، د طالب بنديانو د خوشي کولو پروسه بشپړه شوې او اوس د مذاکراتو د پيل لپاره هېڅ پلمه او خڼد نهدی پاتې.
د ده په خبره، بينالافغاني مذاکرات به ډېر پړاونه ولري او ښايي د سولې خبرې اوږدې شي.
عبدالله ټينګار کړی چې د مذاکراتو د کوربه توب لپاره اوس قطر ټاکل شوی.
د چارو شنوونکي بيا د مذاکراتو په پيل کې د اوربند ټنګښت په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی ستانهګل شېرزاد وايي، د بينالافغاني مذاکراتو د پيل لپاره اوربند خورا مهم دی، خو ښايي د خبرو په پيل کې به طالبان اوربند ونهمني.
دی زياتوي، که د مذاکراتو په پيل کې اوربند رد شي، بيا هم دواړو خواوو ته پهکار ده چې له جګړې لاس واخلي او یرغلییز حالت پر ځای دې دفاعي حالت خپل کړي.
شېرزاد کليد ته وويل:
«دا خو طبيعي خبره ده چې د سولې خبرو د پيل لپاره اوربند خورا مهم دی، خو زما عقيده دا ده تر هغه چې په بينالافغاني مذاکراتو کې دواړه خواووې پر اجنډا يوې هوکړې ته سره ونهرسېږي طالبان به اوربند ونهمني، که چېرته د اوربند غوښتنه رد کېږي، نو حکومت او طالبان بايد له بريدونو، تاوتريخوالي او جګړې لاس واخلي.»
په ورته وخت کې د سياسي چارو بل شنوونکی فدا محمد نظري بيا وايي، د خبرو په پيل کې اوربند اړين دی او له اوربند پرته د سولې خبرې هېڅ کومې پايلې ته نهشي رسېدلی.
د نوموړي په خبره، په ټوله نړۍ کې جګړې د اوربند په وسيله پای ته رسېدلي او امريکا بايد د اوربند ټنګښت په برخه کې پر طالبانو خپل فشارونه زيات کړي.
نظري کليد ته وويل:
«اوربند ډېر اړين او ضروري دی، ځکه په ټوله نړۍ کې چې هره جګړه پای ته رسېدلې د همدې اوربند په واسطه پای ته رسېدلې، طالبان بايد اوربند وکړي، که چېرته اوربند نهکېږي، نو د سولې خبرې به هېڅ کومه پایلې ته ونهرسېږي.»
بل لور ته د اوربند ټنګښت په تړاو د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وروستيو څرګندونو هېوادوال هم هيلهمند کړي دي.
هېوادوال وايي، د سولې پروسې پر وړاندې شته ټول خنډونه لهمنځه تللي، حکومت او طالبانو ته پهکار ده چې په خپلو کې اوربند وکړي، څو يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د سولې پروسې او بينالافغاني مذاکراتو د پيل پر وړاندې اساسي خنډ د بنديانو په پروسه کې د حکومت او طالبانو اختلافونه په ګوته کېدل، اوس چې دا خڼد لهمخې پورته شوی، د مذاکراتو د پيل لپاره هم هيلې زياتې شوي او ټاکل شوې د بین الافغاني خبرو کې دګډون په موخه د مصالحې عالي شورا مشرډاکټر عبدالله عبدالله هم قطر ته سفر وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


