روسیه وایي د کورونا ضد واکسین یې ښه ارزولی دی
روسیه خبر ورکوي چې د کورونا ویروس ضد واکسین یې نهایي شوی دی او د دغه واکسین اروزنې هم د روغتیا لپاره ښې ثابتې شوې دي.
یو شمېر روسي ساینسپوهان او ویروس پېژندونکي وایي، چې دا واکسین جانبي عوارض نه لري دوی زیاتو په هغو ناروغانو چې دا واکسین ارزول شوی نو په هغو کې جانبي عوارض نه دي لیدل شوي.
که څه هم د روسیې دغه واکسین ته د خلکو هیلې پیدا شوي دي، خو یو شمېر ساینس پوهان په دې باور دي چې روسیه په بیړه دا واکسین رامنځته کړي دي او وایي له دوی څخه مهم پړاوونه پاتې دي.
په ورته مهال د روسیي هېواد دا خبرې رد کړي دي او زیاتوي چې د دوی واکسین په بشپړ ډول ارزول شوی او د واکسین په اړه یې هر اړخیزې څېړنې کړې دي چې د ارزونو پایلې هم ښې ثابتې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې له ۲۹میلیونو څخه زیات وګړي په کورونا ویروس اخته شوي دي او له ۸سوه زره څخه زیات وګړي قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

