ads

د هرات غوریان ولسوالۍ بازار ته وسله وال طالبان ننوتي دي

د هرات سیمه ییز چارواکي د غوریان ولسوالۍ پر بازار باندې د وسله والو طالبانو د ډله ییزبرید خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
15 وږی 1399
د هرات غوریان ولسوالۍ بازار ته وسله وال طالبان ننوتي دي

د هرات سیمه ییز چارواکي د غوریان ولسوالۍ پر بازار باندې د وسله والو طالبانو د ډله ییزبرید خبر ورکوي

ددغه ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل چې اوس وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي او له افغان پولیسو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي چې جګړه جریان لري او کومکي سرتیري هم سیمې ته رسېدلي دي.

بل لور ته یو شمېر سرچېنې وایي چې وسله والو طالبانو پر بازار او د پولیسو پر پوستو برید کړی.

د هرات غوریان ولسوالي یو له هغه ولسوالیو څخه ده چې له ایران سره ګډه پوله لري.

له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو په غوریان ولسوالۍ بریدونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA