ads

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خوست کې له محلي مسوولینو سره ناسته وکړه

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته ورسېد او هلته یې له محلي مسوولینو سره پر امنیتي وضعیت ناسته وکړه.

شمس الرحمن شمس
15 وږی 1399
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خوست کې له محلي مسوولینو سره ناسته وکړه
خوست

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته ورسېد او هلته یې له محلي مسوولینو سره پر امنیتي وضعیت ناسته وکړه.

ددې شورا په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د خوست والي صدیق پتمن او امنیتي مسولینو په دغه ناسته کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته د ښه امنیت په اړه ډاډ ورکړ .

هغوی ویلي چې امنیتي وضعیت د نورو سیمو په پرتله بهتر دی او د ځواکونو ترمنځ همغږي او لسي ملاتړ ددې سبب شوی چې د خوست ولایت ډېری سیمې له وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوي دي.

دوی همدرانګه د ځمکو د غصب مخنیوي، د جرایمو سره مبارزه او د پردیو د یرغل مخنیوي، په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي متنفذینو امنیت ساتنه یې خپلې جاري برنامې یادې کړې.

هغوی د تشکیلاتو زیاتوالی او د امنیتي نهادونو لا تقویت او تجهیز د خپلو اساسي غوښتنو په توګه یادې کړې.

د ملي امنیت سلاکار د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ همږغي وستایله او زیاته یې کړه، چې د دښمن د تشخیص او د دښمنۍ د عمده دلایلو د محوې لپاره دې نور کار وشي.

هغه یادونه وکړه، چې د ولایتي ادارې د ستونزو د حل لپاره به په مرکز کې کار کېږي، خو ځایي مسولین یې تشویق کړل، چې په ولسي کچه نورې هڅې هم وکړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA