ads

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله قطر ته سفر کوي

د سولې وزارت ته نېږدې سرچېنې وایي ټاکل شوې چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خپل منځي خبرو پیل لپاره قطر هېواد ته سفر وکړي.

شمس الرحمن شمس
15 وږی 1399
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله قطر ته سفر کوي

د سولې وزارت ته نېږدې سرچېنې وایي ټاکل شوې چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خپل منځي خبرو پیل لپاره قطر هېواد ته سفر وکړي.

سرچېنه زیاتوي د بین الافغاني خبرو لپاره افغان مرکچي پلاوی هم بشپړ چمتو ته او تمه شته چې نن یا سبا دغه پلاوی قطر ته سفر وکړي.

د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي بیا وایي ممکن نن شنبې ورځ قطر ته ولاړ شي.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي له ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یې تر اوسه د بین الافغاني خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکلې، خو ډاډ ورکوي چې د یادو ستونزو له حل وروسته به د خبرو لپاره یوه نېټه په ډاګه کړي.

د افغان مرکچي پلاوي لپاره معصوم ستانکزی په بین الافغاني خبرو کې مش

افغان حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ او د پنځو مېرمنو په ګډون ۲۱کسیز پلاوي د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی.

بل لور ته طالبانو هم د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱کسیز پلاوی د خبرو لپاره ټاکلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA