ads

د تورخم دروازه نن د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه

پرون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت یوه استازي پر فېسبوک ولیکل چې د تورخم دروازه به د یوې ورځې لپاره د سېپټمبر په ۵مه نېټه پرانیستل شي.

شمس الرحمن شمس
15 وږی 1399
د تورخم دروازه نن د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه
تورخم دروازه

افغان چارواکي خبر ورکوي چې نن شنبې ورځ د تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره پرانیستل کېږي.

پرون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت یوه استازي پر فېسبوک ولیکل چې د تورخم دروازه به د یوې ورځې لپاره د سېپټمبر په ۵مه نېټه پرانیستل شي.

ده ویلي هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه لري.

پاکستان حکومت د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تورخم لار د تګ راتګ پر وړاندې وتړله چې له کبله یې دواړو خواوو ته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شول.

دا دروازه داسې مهال پرانیستل کېږي چې د پنجشنبې ورځ د افغان او پاکستانو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه او له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA