ads

خوست ولایت ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف خوست ولایت په سفر روان شو.

شمس الرحمن شمس
15 وږی 1399
خوست ولایت ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف خوست ولایت په سفر روان شو.

له دې شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار د ښې حکومتدارۍ او امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف یاد ولایت ته سفر وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه سفر کې به د ملي امنیت سلاکار، د خوست ولایت له ملکي او نظامي مسئولینو، مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو سره په جلا جلا توګه لیدنې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA