ads

د افغان او پاکستانو ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي پرون ماښام په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې یو سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
14 وږی 1399
د افغان او پاکستانو ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي پرون ماښام په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې یو سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، جګړه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پاکستاني ځواکونو له لورې د ډېورنډ فرضي کرښې څخه د مومندرې غوړکي سیمه کې د تاسیساتو جوړولو په موخه خپلسري تحرکات وکړل چې له کبله یې نښته رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره وضعیت اوس ارام دی او افغان ځواکونو سیمه تر څار لاندې نیولې ده.

پاکستاني لوري تر دامهاله څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA