ads

دېبورا لاینز: افغانان بین الافغاني خبرو ته نېږدې شوي دي

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز وایي افغانان د بین الافغاني خبرو پیل ته ډېر نږدې شوي او تمه شته چې دا خبرې ژر پیل شي.

شمس الرحمن شمس
14 وږی 1399
دېبورا لاینز: افغانان بین الافغاني خبرو ته نېږدې شوي دي
Canadian Ambassador to Afghanistan Deborah Lyons at the Canadian Embassy in Kabul. Photograph by Joel van Houdt/Getty Images

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز وایي افغانان د بین الافغاني خبرو پیل ته ډېر نږدې شوي او تمه شته چې دا خبرې ژر پیل شي.

نوموړې وویل چې په دغو بین الافغاني خبرو کې به د ښځو حقونو پر مسئله ډېر تمرکز وي هغې همدارنګه په دې خبرو کې د مېرمنو په ډېر ګډون ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت په مرکچي پلاوي کې پنځه داسې مېرمنې ګډون لري چې د طالبانو حاکمیت یې لیدلی دی.

دېبورا لاینز په مرکچي پلاوي کې د مېرمنو له ګډون څخه هرکلی کوي او په دې برخه کې یې تمه وښوده چې افغان حکومت په دې برخه کې نورو مېرمنو ته هم ونډه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغان او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA