هغوی څرګندوي، جګړه پرده ده، ګټه يې نورو ته رسیږي خو قرباني يې افغان مېرمني ورکوي.
«په روانه جګړه کې مي دوه ورورڼه مړه شوي ، خاوند مي هم مړ شوی او دوه مي د تره زامن مړه شوي دي، په پردې کور کې مي څوک نه پریږدي او خپل کور لرم نه، هره مېرمن دا هیله لري چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي ، جنګ نور بس دی ، څلور لسیزې کیږې چې په افغانستان کې جنګ روان دی تاسو ګورۍ چې موږ ته يې کومه پایله راکړه ، هیڅ ګټه مو ونه کړه په جنګ کې هیڅکله خیر او ګټه نشته.»
په مرکز ګردېز ښار کې د مېرمنو د پروني لاریون ګډونوالې کاینات کلید سره په خبرو کې وویل یو ورور يې په هېواد کې د رواني جګړې له امله مړ شوی او یو بل يې اوس مهال سخت معلول دی.
هغه له وسلوالو طالبانو څخه په افغانستان کې د دایمې اوربند او سولې غوښتنه کوي او زیاتوي چې که روانه جګړه دوام کوي ورځ تر بلي به د هېوادوالو ژوند د کړاونو پر لور ځي.
«په جګړه کې مي یو ورور وژل شوی او یو بل اوس معلول دی. پر وسلوالو طالبانو غږ کوم چې نور جنګ بس دی راشۍ سوله وکړئ ، خپلې خویندي او میندې دې ته مه اړ باسۍ چې لاریون وکړي او د باندې را ووځي، که تاسو زموږ وروڼه او پلرونه نه وای وژلي موږ به اوس څه کول چې بازار ته به راوتو او خپل د مایوسۍ غږ به مو اوچتول.»
حکیمي منګل په افغانستان کې د جنګ له ښکیلو لورو څخه په جدې ډول غوښتنه کوي چې د سولې خبرو د بریالیتوب په موخه دي جګړه ودروي او اوربند دي وکړي.
نوموړې څرګندوي د اوربند له کولو وروسته بین الافغاني خبرو ته زمینه برابریږي او په هېواد کې د هره ورځ وژنو او مرګونو څخه خلاصون موندل کیږې.
«دغه لاریون د سولې په برخه کې ترسره شو، په شعارونو کې هم معلومیږي موږ له دواړو غاړو څخه غواړو چې همیشنۍ اوربند وکړي که داسي نه وي د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره دي لنډ مهال اوربند وکړي تر څو د سولې خبري پیل شي او ښایی په دې سره به یوې ښې پایلې ته هم ورسیږي.»
یاده دي وي چې څه موده وړاندې هم پکتیاوالو مېرمنو د سولې په اړوند خپل غږ د همدا ډول یو سولییز لاریون پر مهال اوچت کړی وو او په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو لورو څخه يې د دایمي اوربند او تل پاتې سولې تمه ښودلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


